IQNA

په جرمنی كښې (موسی او هارون، الهی پيغمبران) نومې كتاب خپور شو

23:55 - July 15, 2012
د خبر لمبر: 2369261
د كلتور او هنر ډله: د «ابوالرضا، محمد بن‌احمد بن‌رسول» ليكلے كتاب « الهی پيغمبران؛ موسی او هارون(عليهما‌السلام)» (Allahs Propheten Musa und Harun) د جرمن ژبو هيوادونو د كتاب بازار ته وړاندې شو.
په آلمان يا جرمنی كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز د خبری اونيزې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: په دغه كتاب كښې د دغو دوو پيغمبرانو د ژوند مختصره تشريح شوې ده.
د « الهی پيغمبران؛ موسی و هارون(عليهما‌السلام)» (Allahs Propheten Musa und Harun) نومی دغه كتاب ليكوال ابوالرضا محمدبن احمد په خپل دغه اثر كښې د حضرت موسی عليه السلام د معجزو كومې چې د خدای تعالی(ج) په اذن سره ترسره كيدې او د زمانې د سحر او جادو ترمينځ د فرق په اړه تشريح وركړې ده.
دغه كتاب په ٤٨ مخونو كښې په جرمن ژبه د اسلامی كتابتون د خپروندوې لخوا خپور شوے او د آلمانی هيوادونو د كتاب بازارونو ته د څلورو يورو په قيمت وړاندې شوے دے. 1053265
captcha