IQNA

د يوكرائن په كريمه جمهوريت كښې د اسلام پيژندنې بين المللی دوره ترسره كیږی

23:54 - July 15, 2012
د خبر لمبر: 2369264
د علم او پوهې ډله: د ((اسلام او په يوكرائن كښې مسلمانان)) په عنوان سره د اسلام پيژندنې د اوړی وړومبۍ نړيواله دوره د يوكرائن د كريمه د خپلواك جمهوريت په پلازمينه سيمفروپل ښار كښې د ترسره كيدو په حال كښې ده.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د اروپائی سيمې د رپورټ له مخې: د يوكراين د مسلمانانو چارو ته د رسيدګۍ ادارې د دغه مطلب په بيانولو سره اعلان وكړ: د اسلام پيژندنې د اوړی وړومبۍ تعليمی دوره د يوكراين د ځوانو دينی پوهانو او د دغه هيواد د مختلفو سيمو د اسلامی ښوونځيو د فارغ التحصيلو زده كونكو په شتون سره د تيرې پنجشنبې له ورځې نه پيل شوې او ترسبا پورې به دوام ولری.
پدغه آموزشی دوره كښې چې د يوكراين د اسلام پيژندنې د مركز د اجتماعی سازمان او د ځوانانو د سازمان په همت منظمه شوې ده او اوس د ترسره كيدو په حال كښې ده،ګډون كونكی په يوكراين او د نړۍ په مختلفو سيمو كښې د اسلام د مبين دين د ننی وضعيت سره آشنا كیږی. 1052939
captcha