د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې د ولسمشر د دفتر د اطلاع رسولو مركز یې نقلوی چې ولس مشر محمود احمدې نژاد زياته كړه كه غواړو قرآن او د هغه نورانی احكام په نړۍ واكمن شی او د انسان او انسانی ټولنې ژوند سمبال كړی بايد د مهدوی حكومت د جوړيدو لپاره زمينه برابره شی.
د چې ولس مشر محمود احمدې نژاد په وينا د نړۍ اوسنيو شرايطو ته په پام سره ښكاری شيطان له قرآنه د انسان د لرې كولو لپاره تر ټولو غټه پانګونه كړې او هغه غواړی د قرآن له حقيقت چې بشپړ انسان دې د خلكو زړه ، ذهن او فكر لرې كړی.
محمود احمدې نژاد په ډاګه كړه د خدای ج شكر اداء كوو چې ماركسيزم چې د بشر د هدايت لاره ېې تړلې وه له منځه لاړ او د دې سكې بل مخ د پانګونې نظام هم خپلې وروستۍ ساګانې اخلی .
د ويلو ده چې سږ كال ۱۵۰ نړيوالې خپرندويه ټولې هم په دې نندارتون كې برخه لری . په دې نندارتون كې د بحرين ، مصر ، تونس، يمن او فلسطين د اسلامی ویښتيا څپو ښودنې لپاره بيلې كوټی هم په نظر كې نيول شوې.
په تهران كې هر كال د روژې د مباركې مياشتې په رارسيدو سره د قران كريم نندارتون پرانيستل كیږی.
1053843