IQNA

د مسلمانانو له احتجاج نه وروسته د قرقيزستان مفتی څنګته كړې شو

22:08 - July 16, 2012
د خبر لمبر: 2370222
سياسی او اجتماعی ډله: د قرقيزستان د مسلمانو مبتكرانو ډلې د دغه هېواد له مفتی څخه د نارضګۍ په حقله د مسلمانانو په احتجاجونو باندې د غور په خاطر په يوه ا علانيه كښې چوباق حاجی جليل اف څنګته كړ او جباربيك تويچی بېك اف یې د نوی مفتی په توګه منصوب كړ.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مركزی اېشيا د څانګې د رپوټ له مخې د مسلمانو مبتكرانو ډلې اعلان وكړ چې د قرقيزستان پخوانی مفتی د جمهوری اعلماو د شورا په غوښتنه باندې په سترګو پټولو سره به اكثر وختونه د خپل كار په ځاے كښې موجود نه ؤ او د خپلو دندو له ترسره كولو او د مسلمانانو د ټولنې له نمائندګانو سره به یې له ملاقاتونونو نه ډډه كوله نو په دهمدې وجه جباربېك تويچی بك اف د قرقېزستان د نوی مفتی په توګه منصوب شو.
دغه ډله په اوس حال كښې د هېواد د مسلمانو په چارو باندې د غور د دينی ادارې د ودانې مخې ته ځاے پرځاے شوې ده چې د دغې اسلامی ادارې فعاليتونه په عارضی توګه په نظر كښې وساتی.
1051989
captcha