IQNA

له صدارتی انتخاباتو نه پس په فرانس كښې په اسلام دښمنۍ كښې زيات كمښت راغے

22:06 - July 16, 2012
د خبر لمبر: 2370227
نړيواله ډله: د فرانس د مسلمانو شورا په يو رپوټ كښې اعلان وكړ چې په دغه هېواد كښې د ولسمشرۍ له انتخاباتو نه پس له اسلام سره د دښمنۍ په اقداماتو كښې زيات كمښت راغلے دے.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د islamenfrance د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د فرانس د مسلمانانو شورا د يو رپوټ په خپرولو سره وويل چې د دغه هېواد له صدارتی انتخاباتو نه پس د اسلام په خلاف اقداماتو كښې د تېرو وختونوپه نسبت اوۀ فيصده كمښت راغلے دے.
د دغه رپوټ له مخې د روان ميلادی كال په اپرېل او مۍ مياشتو كښې په جوماتونو او اديرو باندې د حملو، د دينی مركزونو په ديوالونو باندې د اسلامی په خلاف د نعرو د ليكلو او ځينو عامو مركزونو ته د سترناكو ښځو له داخلېدو څخه ممانعت په شان د مسلمانانوپه خلاف د نسل پرستۍ اقداماتو د تېر ميلادی كال په نسبت په ترتيب سره ٩ او ١٤ فيصده زياتوالے ښودۀ خو دغه اندازه په جون مياشت كښې يعنې د فرانس له صدارتی انتخاباتو نه پس زياته كمه شوې ده.
د فرانس د مسلمانانو د شورا په قول د صدارتی انتخاباتو د نامزدو كسانو لخوا د حلالو توليداتو، د اسلامی پردې، د مسلمانانو د ملی او دينی تشخص، په سړكونو باندې د نمانځه ادا كولو او مهاجرت په شان د بحثونو وړاندې كولو د ښی لاسو تندلارو ډلو لپاره لاره خلاصه كړې وه چې د اسلام په خلاف خپلو اقداماتو ته شدت وركړی.
په فرانس كښې له اسلام څخه په ويرولو باندې د څارنې د مركز مشر عبدالله ذكری په دې باره كښې وويل: په فرانس كښې ځينو فرصت غوښتونكو ډلو د انتخاباتو په دوران كښې كوشش وكړ چې د نامزدو كسانو له انتخابی مهم څخه ناوړه استفاده وكړی او د اسلام په خلاف څرګندونو ته په لمن وهلو سره مسلمانان د دغه هېواد يو اصلی مشكل معرفی كړی.
د صدارتی انتخاباتو له دويم دور نه پس د يو ترسره شوی سروے له مخې د ٩ زره ښاريزو ترمېنځ ٩٣ فرانسوی مسلمانانو فرانسوآولاند ته راې وركړې ده.
1054249
captcha