IQNA

د قرآن د شلم بين المللی نندارتون د پرانستې له دستورو څخه د ايكنا رپورټ

22:53 - July 16, 2012
د خبر لمبر: 2370247
د قرآنی فعاليتونو ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت د قرآن د شلم بين المللی نندارتون افتتاحيه مراسم بیګا شپه د ايران د جمهوررئيس، د اسلامی كلتور او ارشاد د وزير، د هغۀ د قرآنی قايم مقام او د يوه ډله قرآنی فعالينو په شتون سره په تهران كښې ترسره شول.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د اسلامی جمهوريت د قرآن د شلم نړيوال نندارتون د پرانستې مراسم تيره شپه يعنې د چنګاښ د مياشتې په ٢٥نیټه د ايران د جمهوررئيس محموداحمدی نژاد، د اسلامی كلتور او ارشاد د وزير سيدمحمدحسينی او د قرآنی ډګر د ګډ شمير ايرانيانو په ګډون سره ترسره شول.
په دغو مراسمو كښې چې د تهران په امام خمينی نومې ستره مصلا يا عيدګاه كښې پيل شول، د ايران د قامی ترانې له خپريدو نه وروسته د ايران بين المللی قاری سيدجواد حسينی د قرآن پاك يوشمير آيتونه تلاوت كړل او ورپسې په قرآنی چارو كښې د ايران د اسلامی كلتور او ارشاد د وزير قائم مقام او د ايران د اسلامی جمهوريت د قرآن د شلم بين المللی نندارتون رئيس حجت الاسلام والمسلمين حميد محمدی وينا پيل كړه.
دوی پخپلو ويناؤ كښې د حكومت په نهمه او لسمه دوره كښې د قرآن د موقعيت د لواړوی په خاطر د جمهوررئيس نه په مننه كولو سره ووئيل: په حاضر حال كښې وينو چې په زياترو وزارتخانو كښې قرآنی مركزونه ډير پراخ فعاليتونه لری او دغه كار په هيواد كښې قرآنی فعاليتونو ته د نهمې او لسمې دورې د حكومتونو د پاملرنې له بركته دے.
په دغو مراسمو كښې همداراز د ايران له يوه ډله قرآنی فعالانو او خادمانو څخه تيره شپه د جمهوررئيس په شتون سره د قرآن كريم د شلم بين المللی نندارتون د پرانستې په دستورو كښې قدرونه وشوه.
حجت‌الاسلام والمسلمين محمدحسين الهی‌زاده، حجت‌الاسلام والمسلمين سيدمحمد مهدی طباطبايی، محمدحسين محمدزاده، پرويز خوش پنجه، محمود صفری، محمدرضا عبداللهی، محمدمسعود اسماعيلی، مهدی دغاغله،‌ محمدرضا داوودآبادی، منصور قصری‌زاده، حبيب‌الله صابری‌نسب، محمدكاظم محمدزاده، عباس صفدری، مهناز واقع، سيدمحمد جعفری، سعيد محيدی مهر، منوچهر نوح سرشت،‌ طاهر نبی‌زاده او سيدوحيد مرتضوی هغه قرآنی فعالان او خادمان وو چې د د محموداحمدی نژاد، سيد محمدحسينی، مهدی چمران، لاله افتخاری او حجت الاسلام حميدمحمدی په شتون سره ورڅخه قدرونه وشوه.
د ايران د اسلامی جمهوريت د قرآن د شلم بين المللی نندارتون د پرانستې د مراسمو په وروستۍ برخه كښې جمهوررئيس محموداحمدی نژاد وينا وكړه: دوی پخپله وينا كښې په دې بيان سره چې قرآن، بشريت ته د خدای پاك ترټولو ستره ډالۍ ده ووئيل: د اسلام ګران پيغمبرحضرت محمدمصطفی(ص) قرآن كريم د ثقل اكبر په نامه ياد كړے دے او د ثقل اصغر ترڅنګ چې معصوم امامان(ع) دی، د دوو نه بيليدونكو حقيقتونو په شان ګرځيدلے دے. 1053937

captcha