د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د Gulf Today د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د دبۍ د قرانی سياليو په جانبی پروګرامونو كښې يو لړ دينی وېناګانې شاملې دی چې هره ورځ به د سياليو له شروع كېدو نه مخكښې د اسلامی نړۍ د سترو علماو لخوا وړاندې كیږی.
دغه وېناګانې په د ښځو او سړيو لپاره په مختلفو ژبو د جداګانه توګه په دريو مختلفو ځايونو كښې ترسره كیږی.
له مختلفو اړخونو او زاويو څخه د اسلام څېړنه، په اسلام كښې عبادت، له بشری حقوقو څخه په ملاتړ كښې د قران شريف رول، د قران شريف له نظر انسانی تعلقات، حديث او ماډرن علم او قران شريف او انسانی بېداری له هغو موضوعاتو څخه دی چې هره ورځ به د سترو عالمانو لخوا څېړل كیږی.
دغه پروګرامونه به د روژې د مباركې په مياشتې په شلمه نېټه د كال له اسلامی شخصيت څخه په قدرونې سره چې سږ كال د دبۍ د انعام د نړيوالو سياليو د شپاړسمې دورې د جوړوونكو د كمېټۍ لخوا نوې امريكائی مسلمان شوے كس يوسف سټېس غوره كړې شوے دے خپل كار پاې ته ورسوی.
دغه تازه مسلمان شوی امريكائی له ١٩٩١ نه تر ١٩٩٨ پورې عربی ژبه او اسلامی تعليمات په مصر، مراكش او تركی كښې زده كړل. هغه په اوس حال كښې په امريكا كښې د اسلام په باره كښې زيات تبليغاتی فعاليتونه ترسره كوی.
د يادونې ده چې د دبۍ انعام نومې د قران د نړيوالو سياليو جوړوونكې كمېټی هر كال يو كس د كال د اوچت اسلامی شخصيت په توګه ټاكی او په يو لړ مراسمو كښې د اسلام د خدمت په لاره كښې د هغۀ د فعاليتونو په عوض كښې له هغۀ څخه قدرونه كیږی.
1053458