د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس هغه وويل چې د دغه غورځنګ د نه درلودلو يوه ستونزه د ثابت سكرتريت نشتوالی دی چې په دې زمينه كښې بايد اقدام وشی.
ښاغلی علی اكبر ولايتی په تهران كښې د ناپېلې غورځنګ ۱۶ سرمشريزه ، په دغه غورځنګ كښې د اصلاحاتو د مطرحولو لپاره مناسب فرصت وباله او زياته یې كړه ناپيلی غورځنګ له جوړيدو راهيسې په نړۍ كښې د زياتو بدلونونو سرچينه ده.
په نړيوالو چاروكښې د رهبرۍ دستر مقام سلاكار ناپيلی غورځنګ د نړۍ د دوه قطبی كيدو په وړاندې ستر خنډ وباله او ویې ويل نن سبا د ناټو په څير د نړيوالو اوسيمعه ايزو تړونونو او ځينو اتحاديو په وړاندې د نا پيلې غورځنګ پياوړتيا اړينه ده ، ځكه دغه تړونونه په نړۍ كښې په خپلو پراختيا غواړو پسې دی .
1055581