IQNA

له اذان سره په يو وخت د موسيقۍ خپرول د صهيونېسټانو د اسلام دښمنۍ نوے اقدام

21:29 - July 17, 2012
د خبر لمبر: 2371205
نړيواله ډله: د بېت المقدس ښار په شمال ختیځ برخه كښې د فرېنچ هيل سيمې يهوديانو فېصله كړې ده چې د العيسويه كلی له جومات څخه د اذان د خپرېدو سره په يو وخت د دغه جومات په خواوشا كښې اوچت اواز لرونكو لاوډسپيكرونو څخه د راك انډرول موسيقۍ په خپرولو سره له مخكښې نه زياته خپله اسلام دښمنه څېره دنيا ته وښئ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د algemeine صهيونېسټی ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ،په بېت المقدس ښار كښې د د فرنچ هېل دسيمې اوسېدونكو فېصله كړې ده چې په العيسويه كلی كښی د اذان د خپرېدو په وخت د مسلمانانو په مذهبی مراسمو او پروګرامونو باندې په اعتراض كښې د دغه كلی د جومات په خواوشا كښې له لګېدل شوی غټو غټو لاوډسپيكرونو نه موسيقی خپره كړی.
د ويلو ده چې دغه موسيقی به قصداً له ډېر شور او زوږ لرونكو موسيقيو څخه غوره كړې شی چې د هغوی په ګمان د اذان په وخت كښې خنډونه رامنځته كړی.
1055164
captcha