د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د امام رضا (ع) د لسم نړيوال فېسټيوال د عمومی روابطو په نقل سره رپوټ وركړ د جامعه المصطفی (ص) العالميه د عمومی تعلقاتو لوے ډائرېكټر علی كاظمی د دې مطلب په بيانولو سره وويل: جامعه المصطفی (العالميه) سږ كال د وړومبی ځل لپاره د امام رضا عليه السلام په فېسټيوال كښې ګډون كړے دے.
هغۀ زياته كړه په همدې بنياد دغه مركز په نظر كښې لری د امام رضا عليه د لسم نړيوال فېسټيوال په مناسبت يو شمېر فارغ التحصيلان خپلو خپلو هېوادونو ته ولېږی چې هلته كښې رضوی كلتور ترويج كړی.
كاظمی په دوام كښې وويل: دغه غېر ايران طلباء به د كرامت په لسيزه كښې په تقريباً دېرشو هېوادونو كښې به له امام رضا عليه السلام سره متعلق د وېناؤ ، جشنونو، د كتابونو د نندارتون او فېلمونو د ښودلو په شمول يولړ مراسم جوړ كړی.
هغۀ زياته كړه د امام رضا عليه السلام د لسم نړيوال فېسټيوال يوه ترټولو مهمه سټراټيجی په نورو هېوادونوكښې د دغه فېسټيوال ځای كول دی چې د هر هېواد شيعه مسلمانان رضوی كلتور ترويج كړی.
1055372