د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو څانګې رپوټ وركړ، په تائيلينډكښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز مشر مصطفی نجاريان د ماهاچولالونګ پوهنتون له مشر پارا ضارماكوزاجاران سره په كتنه كښېوويل په ايران كښې د بودهـ مت په باره كښې تر اوسه ګڼ شمېر كتابونه تاليف شوی او خپارۀ شوی دی.
هغۀ په مذهبی او كلتوری زمينو كښې د خبرو اترو او د نظر د تبادلې ضرورت ته په اشارې سره څرګنده كړه: په تائيلينډ كښې د ايران كلتوری مركز تر اوسه تقريباً ١٢٥ كتابونه په تائی ژبه ترجمه ، خپارۀ، او د دغه هېواد پوهنتونی مركزونو ته یې ډالۍ كړيدی.
په دغه كتنه كښې چې پرون د چنګاښ د مياشتې په ٢٦ نېټه د حج په نړيوال سيمينار كښې د ګډون لپاره تائيلېنډ ته د حجت الاسلام والسملين علی قاضی عسګر د سفر په څلورمه ورځ د حج او زياراتو په چارو كښې د ولی فقيه نمائنده، د ايران سفير كماليان او د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د زدكړې او څېړنې مرسيتال دهشيری ګډون وكړ.
1055350