IQNA

21:28 - July 17, 2012
د خبر لمبر: 2371210

په فلسطين كښې د صهيونېسټی سامانونو د بائيكاټ د دويمې ملی طرحې اجرا

نړيواله ډله: د صهيونېسټ رژيم د سامانونو د بائيكاټ دويمه ملی طرحه د چنګاښ د روانې مياشتې له ٢٥ نېټې څخه د فلسطين د ملی ابتكار د غورځنګ په اهتمام سره په دغه هېواد كښې شروع شو.

د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اماراتو چاپ البيان ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ دغه طرحه د رام الله او البيره صوبو كښې اجرا شوې ده او له دې مخكښې هم د فشلسطين د نورو صوبو فلسطينيانو د صهيونېسټانو سامانونه بائيكاټ كړی دی.
د فلسطين د ملی ابتكار عمومی سېكتر مصطفی البرغوثی په دې حقله وويل: اسرائيل هر كال په مقبوضه فلسطين كښې له خپل تقريباً د څلورو ميليارډ ډالرو سامانونه خرڅوی او د دغو سامانونو ګټه په نيواكی زمكو كښې د فلسطينيانو د ځپلو، بندی كولو او د ښارګيو جوړولو په پراختيا باندې خرچ كوی چې پكار دی بائيكات یې وشی.
البرغوثی همدارنګ وويل د اسرائيلو اقتصاد مخ په وده ده او په عېن حال كښې فلسطينی ځوانان له فقر او بېكارۍ څخه رنځ وړی او ٤٠ فيصده یې بېروزګار دی.
هغۀ زياته كړه د په فلسطين كښې د اسرائيل سامانونو د بائيكاټ طرح په فلسطين كښې د سوله ايز ولسی مقاومت په لړ كښې اجرا شوې ده او د اسرائيلو اقتصادو د ګوزار وركولو، د فلسطين د اقتصادو د ملاتړ، په دغه هېواد كښې د روزګار پېدا كېدو د فرصتونو د رامنځته كېدو او له فلسطينيانو څخه د يوپائېدار ملاتړ سبب شی.
مصطفی البرغوثی په اخېر وويل په دغه طرح كښې د صهيونېسټانو د هغو سامانونو چې په فلسطين كښې یې ورته سامانونه جوړیږی او غوره كيفيت او مناسب قيمت لری بائيكاټ شوی دی.
1054663
captcha