IQNA

په برما كښې د مسلمانانو ډله ايزې وژلې ته د ايران دبهرنيو چارو د وزارت د وياندوی غبرګون

23:30 - July 17, 2012
د خبر لمبر: 2371271
سياسی ډله: رامين مهمانپرست په برما كښې د مسلمانانو د ډله ايزې وژلې په غندلو سره د دغې وژلې د اړخونو د روښانه كيدو په لړ كښې د برما د دولت، بين المللی ټولنو او د اسلامی همكارۍ د سازمان د چټكو او جدی اقداماتو غوښتنه وكړه.
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت د اطلاعاتو او مطبوعاتو د لوئې ادارې له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی ايران د خارجه وزارت وياندوی رامين مهمانپرست په ميانمار يا برما هيواد كښې د مسلمانانو له ډله ايزې وژلې څخه د سختې اندیښنې د څرګندولو په ترڅ كښې د دغې غميزې د اړخونو د روښانه كيدو او د دغې غميزې د علتونو د څیړلو او د دغو تاؤتريخوالو د بندولو په لړ كښې د برما د دولت، بين المللی ټولنو او د اسلامی همكارۍ د سازمان د چټكو او جدی اقداماتو غوښتنه وكړه.
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياندوی څرګنده كړه: د مختلفو دينونو د منونكو احترام او د قومی او دينی اقليتونو لپاره د ښاريزو حقوقو څخه د برخمنيد د زمينو برابرول په ټولو مكاتبو كښې يو منل شوے اصل دے او هيله كیږی چې د برما حكومت به په دغه هيواد كښې د مسلمانانو د پيوستون او ملی وحدت او په مسلمانانو پورې د اړوندو حقوقو د خوندی كولو لپاره لازم شرايط چمتو كړی او په دې لړ كښې به د هرډول تاؤتريخوالی له اعمالولو او د انسانی غميزو د رامينځته كيدو مخه به ونيسی. 1055638
captcha