IQNA

22:50 - July 18, 2012
د خبر لمبر: 2372163

په ميانماركې د لږكيو مسلمانانو پر وړاندې د تاوتريخوالی له دوام اندیښنه

سياسی ډله: ميانمار مسلمانان د نړيوالې ټولنې په چوپی خولې پاتې كېدو سره همغه شان د افراطی بوديانو ظلم او د طايفه يی جګړې په اوركې سوځی. په تېرو څواونيوكې د ميانمار په لويدیځ كې د توكم وژنی تر ټولوپه بده لړی كې د ښځو ماشومانو سپين ږيرو په ګډون په زرګونه بې دفاع مسلمانان وژل شوی كډوال شوی او سخت ربړول شوی دی.

د ايران د قران نړيوال خبری اژانس ايكنا د يو راپور پرا ساس، چې راپورونه وايی چې دميانمار په لويدیځ كې افراطی بودايانو دمسلمانانو دله منځه وړلو لپاره هغوی ته په هیڅ ډول عذاب وركولو سپما نه كوی حتی واړه موشومان چې حتې نه پوهیږی څه دی ولې اوپه كومه ګناه زمونږلويان اومونږ وژل كیږو دافراطی بوديانو لخوا داور په لمبو سوځول كیږی او كبابیږی چې نه خو دميانمار دولت ددې جنايت دمخنيوی لپاره ګوم ګام پورته كوی او نړيواله ټولنه هم پټه خوله ده .
درسنيو اودولتونو لخوا دې موضوع ته دنه پاملرنې له امله دنړی دمسلمانانو غوسه راپارېدلې ده اودنړی په اسلامی هېوادونواو دارو یې غږكړی چې دميانمار دبې وزله مسلمانانو څخه جدی ملاتړوكړی . دايران دبهرنيو چارو وزير رامين مهمان پرست په ميانماركې له نسل وژنې څخه داندیښنې په څرګندولوسره دميانمار له دولت ، نړيوالې ټولنې داسلامی مرستندويه ادارې څخه وغوښتل چې ددې ناورين دمخنيوی په برخه كې جدی ګامونه پورته كړی او ددې غميزې ټول اړخونه وڅیړی . دايران دبهرنيو چارو وزير دميانمار له دولت څخه ددې غميزې دمخنيوی دغوښتنې ترڅنګ تر ې وغوښتل چې دښاريزتوب له حقوقو څخه دبرخمنېدوپه برخه كې دقومی دينی لږكيو حقوقوته درناوی وكړی او زياته یې كړه هيله كیږی چې دميانمار دولت په دې هېواد كې دملی يوالی اوپه دې هېوادكې په مسلمانانوپور ې اړونده حقوقوته دپام وړ زمينه برابره كړی همدغه راز دايران داسلامی شورا دملی امنيت اوبهرنی سياست دكميسيون وياند دميانمار نسل وژنه له ټولو نړيوالو قوانينو اومنشورونوڅخه سرغړونه وبلله
داسلامی شورا دملی امنيت اوبهرنی سياست دكميسيون وياند سيد حسين نقوی حسينی نن په هغو هېوادونوپه نيوكې سره چې داسلام دعوا كوی اوپه دې ډول نسل وژنه هیڅ غبرګون نه ښيی وويل : دابه ډېره ښه وی چې اسلامی مرستې اداره په دې اړه يوه بېړنی غونډه راوبولی نوموړی په دې ټينګار سره چې په ميانمار كې دبودايی افراطيانولخوا دلږكيومسلمانانودنسل وژنې تاوتريخوالی ګڼ شمير اندیښنې رامنځته كړې دی وويل دحيرانتيا وړده چې دملګرو ملتو دامنيت شورا او دبشر حقوقو ارګانونه په دې برخه كې پټه خوله پاته دی همدغه راز دمصر دالازهر دعلماوو جبهې په ميانمار كې دوژلې دزياتېدا او مسلمانانو دګواښلودلړی په دوام كې په يوه بيانيه كې ددې انسان ضد كړنې په غبرګون كې دنړی په ټولو برخوكې دميانمار هېواد دسفارتونو دمحاصره اوكلابند كولو غوښتنه كړې له قاهرې څخه نن دالعالم تلويزيون خبری سرچينې راپور وركړ په ميانمار كې دمسلمانانو ربړولو وژلو او سوځولو او داسلامی هېوادونو پټې خولې پاتې كېدو ته په اشارې سره ټينګار وكړ چې نن ورځ په ميانماركې ددولت لخوا دماشومانو سوځول په يوه وسله بدل شوی دی دملګرو ملتونو دبښنې ادارې په يوه راپور كې اعلان وكړ په ميانمار كې امنيتی ځواكونه مسلمانان په ډله ييز ډول نيسی او دهغوی په زرګونو كورونه یې هم ورته وران كړی دی په ميانماركې مسلمانان هڅه كوی چې له روده اخوا بنګلديش ته واوړی چې ګڼ شمير ېې هم دلته په رودخانه ډوب شوی اوله منځه تللی دی . دتركیې ددينی چارو ادارې هم په يوې بيانیې كې دميانمار دافراطی بودايانولخوا په دې هېوادكې دلږكيو مسلمانانو وژله په ډاګه يو وحشی عمل وباله اوله ټولو اسلامی اونړيوالو ارګانونوڅخه یې په دې برخه كې دبیړنيو ګامونو پورته كولو غوښتنه وكړه .
د اسلامی همكاری د ادارې مشر اكمال لدين احسان اوغلو هم د لږكيومسلمانانوپروړاندې دميانمار دپوځی رژيم جنايتونوته په اشارې سره په نړيوالې ټولنې نيوكه وكړه چې ولې چوپ پاتې ده دهند دعلماوو ټولنې هم دميانمار دلږكيو مسلمانو وژله غندلې او دایې دنه بښلو وړ جنايت بللی دی دهند دعلماوو ټولنې مشر هم دميانمار په لويدیځ كې دلږكيو مسلمانانو په عاو وژلې دخفګان په څرګندولوسره له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې ددې انسانی جنايت مخه ونيسی . ښاغلی مولانا سيد ارشد مدنی وويل نه يواځې داچې دميانمار دولت دافراطی بودايانو ددې جنايتونوپروړاندې اقدام نه دی كړی بلكه اسلامی ټولنه په ځانګړې توګه دبشردحقوقو ادارې هم په دې اړه پټه خوله دی . په جاكارتاكې په سلګونو مسلمانانو هم دميانمار سفارت مخې ته دمسلمانوعام وژله وغندله اودهغه ددرولو غوښتنه یې وكړه دميانمار دپارلمانی اتحادیې مشر اوا كوسما آسه يعنې داسيا دجنوب ختیځ هېوادونو اتحادیې هم له دې اتحادیې او ملګرو ملتونووغوښتل چې زرترزره دې ددې ناورين او انسان وژنې مخنيوی وكړی ځينو خبری سرچينو راپور وركړ دی چې دميانمار پوځيان غواړی دې سيمې ته نور افراطی بوديان ورولیږی ترڅو دمسلمان ميشتو ولايت راخين ټولنه ګډه وډه كړی او دمسلمانانو دكډوالی څپې پراخه شی. تردې وړاندې هم دميانمار په لودیځ كې مسلمانان او نور قومونه له ګواښونو اوستونزوسره لاس اوګريوان ؤ او هيله مندی شته چې په دې هېواد كې داصلاحاتو رامنځته كولوپه لړی كې دهغوی ستونزواو حالت ته رسيدګی وشی . ځينې خبری رسنی ددې اوراو انسان وژلې كې بهرنئ لاس وهنې دخيلې بولی يادې نښتې ديولسو مسلمانانو له وژل كېدو اودمسلمانانو دسپرلی په يوه ملی بس موټر له بريده وروسته پيل شوې
1056328
captcha