IQNA

نړيواله ټولنه به د يهودانو او مسيحيانو په عام وژله هم همداسې پټه خوله پاتې وای لكه د ميانمار د مسلمانانو په قتل عام

22:49 - July 18, 2012
د خبر لمبر: 2372164
سياسی ِِِِِِډله: كه چېرې په ميانماركې دمسلمانانوپروړاندې جنايتونه دمسيحيانواو يهوديانوپروړاندې ترسره شوی وای بيا به هم لويدیځ پټه خوله پاتې شوی وای؟ دميانمار دناورين په اړه دخپروشوو مالوماتو له مخې زمونږ دخبريال دارپور پراساس تراوسه په دې هېواد دبودايی افراطيانولخوا تر۲۰ زرو زيات بې دفاع مسلمانان وژل شوی اوترپنځو زرو زياتو مسلمانو ښځو جنسی تيری شوی دی.
د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس. دا پداسې حال كې ده چې غيررسمی سرچينو په دې هېوادكې دبودايی افراطيانولخوا دوژل شوو لږكيو مسلمانانو شمير ۵۲ زره كسان ښودلی دی اودغه راز په ميانماركې دمسلمانانو ۲۷ كلی په بشپړه توګه ويران شوی دی دميانمار دناورين هغه فلمونو چې په بېلابېلو ويب سایټونوكې خپاره شوی دی دميانمار تندلارو بودايی افراطيانو داسې وحشی جنايتونوته مخه كړې چې په تاريخ كې یې دټولو جنايتكارانو پلونه پټ كړل .
بې ګناه مسلمانې ښځې ماشومان سړی نيسی په اور كې یې سوځوی اوهغه كسان چې داور دسختو لمبو څخه دځان ژغورلو په موخه دباندې وزی دافراطی بودايانولخوا په زور بېرته داور لمبو ته غورځول كیږی . كه څوك انسان وی اوحتی له انسانيت نه بوی يوسی دميانمار دجنايت دصحنې په ليدلو سره بايد وشرمیږی اوټكان وخوری اوهرهغه څوك چې ددې ډول جنايت پروړاندې عكس العمل ونه ښيی اوخفګان پرې څرګندنه كړی بايد په خپله مسلمانی شك ولری .
نړيواله ټولنه نړيوال ارګانونه دبشر دحقوقو دساتنې دعوا كونكی په ځآنګړې توګه ملګری ملتونه ، لويدیځ هېوادونه دهغې په سركې امريكا چې دبشر دحقوقوساتنې ادعاكوی ولې پټه خوله دی كه چېرې دغه جنايتونه چې دمسلمانانوپروړاندې كیږی كه چېرې ديهيوديانو مسيحيانو بودايانو او نورو پروړاندې شوی وای بيا به هم دغه نړيوالو ټولنو داډول چوپتيا اختيار كړې وای همداسې به پټه خوله پاتی شوی وو. ځواب یې معلوم دی چې نه هیڅكله هم نه دميانمار بشری جنايتونه خو پریږده كه چېرې ديهوديانو او مسيحيانوپروړاندې ډېر وړوكی او كوچنی جنايت هم شوی وای نولويدیځ او لويدیځو رسنيو به اسمان ځمكې ته راكښته كړی وای . دميانمار دجنايتونوپروړاندې دلودیځ او ملګرو ملتونو پټه خوله پاتې كېدل ددې څرګندونه كوی چې دميانمار رژيم دلويدیځ په شنه چراغ او اشارې سره په ميانماركې دمسلمانانو جرړې وباسی .
مسلمانی نن دلودیځو په ځانګړې توګه دامريكا لخوا جرم ګڼل كیږی . دميانمار مسلمانان چې له نورو اسلامی هېوادونو لرې دلږكيوپه توګه دميانمار په لويدیځ راخينه ولايت كې دبودايی افراطيانولخوا دننی تاريخ ترټولو لوی جنايت یې پروړاندې ترسره شوی دی له دې سربېره په اسلامی هېوادونوكې هم مسلمانان دلودیځ په ځآنګړې توګه دامريكا لخوا په امن كې نه دی پاتې شوی . تر۶۵ كلونوزياته موده كیږی چې دنيواكی فلسطين مسلمانان دامريكا او انګلستان او ملګرو ملتونوپه ملاتړ له خپله هېواده په زور شړل شوی او ويستل شوی دی او هروخت دصهيونست رژيم لخوا پرې بريدونه ترسره كیږی له دريو لسيزو زياته موده كیږی چې په افغانستان دشوروی اتحاد ديرغل راهيسې افغانان دنړی دزور واكو لخوا قتل عام كیږی چې دشوروی يرغل ټپونه یې لانه وو جوړشوی دلويدیځ ښكيلاك له بيرونه پكې تاوتريخوالی رامنځته كړی وو چې په ۲۰۰۱ ميلادی كال كې دامريكا په مشری لويدیځو هيوادونو پرې په عملی توګه يرغل وكړ اوپوره لس كاله كیږی چې امريكا او دهغې لودیځو هم تړونو هېوادونو افغانستان له ترهګری نشه يی توكو سره دمبارزې اوسولې رامنځته كولوپه پلمه اشغال كړی اوپه دې هېواد كې دنړيوالو قوانينو او اسلام ضد جنايتونوته دوام وركوی اولامعلومه نه ده چې دالړی به لاتركومه دوام وكړی . همدغه راز یې په عراق كې دمسلمانانو دوينو ويالې وبهولې ترهګرې ډلې یې خپله جوړې كړې اوله مسلمانانوسره یې لاس او ګريوان كړې نن ورځ مسلمانان له يوې خوا په مستقيم ډول دامريكا او لويدیځ لخوا قتل عام كیږی او له بلې خوا دمسلمانانوپه منځ كې دافراطی ډلو په رامنځته كولوسره لكه القاعده په مستقيم ډول مسلمانان قتل عام كوی لويدیځ په نورو عربی هېوادونوكې هم يوآځې دخپلو شخصی ګټولپاره كاركوی په عربستان او بحرين كې كه هرڅومره خلك دواكمنانو لخوا وځپل شی او چوپتيا اختيار كړی خو داچې په سوريه كې خلك دبشار اسد له رژيم څخه ملاتړ كوی اودلويدیځ امر نه منی دلودیځ او صهيونست رژيم دګټو پرخلاف دی دالقاعده او بلك واټر امنيتی ادارې په څير ترهګرو ډلو لخوا خلك قتل عام كیږی چې دسوریې په پوځ پلمه كیږی ملګری ملتونه په دې برخه كې ډېر لوی جنايت له ځانه ښيی چې په ميانماركې دبودايی افراطيانولخوا دداسې جنايت په ترسركولو سترګې پټوی چې دنړی په تاريخ كې یې ساری نه ليدل كیږی
1056819
captcha