د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د al-kanz د اطلاع رسونې د سايت په نقل سره رپوټ وركړ Studio Basel لخوا د دغې سيالۍ مسئولينو ويلی دی چې له ټولې نړۍ څخه مينه وال كولې شی داسې تصويرونه چې په پېشه ورانه كېمرو يا موبائلونو سره یې د روژې د مباركې مياشتې د خاصو مناظرو څخه برابر كړی وی په دغه سيالۍ كښې د ګډون لپاره راولېږی.
همدارنګ د سيالۍ جوړوونكو ويلی دی سل غوره تصويرونه به چې د داورانو د كمېټۍ لخوا انتخاب شی د يو كتاب په قالب كښې به چاپ كیږی.
همدارنګ د دوو زرو، يو زرو او پينځو سوو ډالرو نغد انعامونه به په ترتيب سره وړومبی، دويم او دريم برتر كس ته وركول كیږی.
د تصويرونو داوری به د نړۍ د لوړو رتبه كاپېژاندو او هنرمندانو په ذريعې سره غوره كولې شی او د تصوير اخېستونكی د تسلط، پېغام او كېفيت په شان مسائل به په نظر كښې نيسی.
مينه وال كولې شی په سيالۍ كښې د ګډون او نورو معلوماتو لپاره په دې انټرنټی پتو مراجعه وكړی:
«www.capturethespiritoframadan.org» يا «www.facebook.com/RamadanPhotography»
1056236