IQNA

په تيونس كښې د اسلامی مقدساتو د سپكاوی له سزا سره د متعلقو قوانينو منظوری

22:49 - July 18, 2012
د خبر لمبر: 2372201
نړيواله ډله: د تيونس اسلام پاله ګوند ((النهضه)) د خپل نهم كانګرېس په وروستۍ بيانيه كښې يو اصل تصويب كړ چې د هغۀ له مخې د دينی مقدساتو د هر ډول سپكاوے او له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د قائمولو لپاره كوشش جرم ګڼل كیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د kapitalis د اطلاع رسونې د سايت په نقل سره رپوټ وركړ، په دغه بيانيه كښې چې پرون د چنګاښ د مياشتې په ٢٧ نېټه مازیګر جاری شوه، له صهيونېسټ رژيم سره د تعلقاتو د معمول مطابق كولود تحريم او د دينی مقدساتو له سپكاوی كوونكو سره د مقابلې په لازموالی باندې پخلے شوے دے.
په دغې بيانيه كښې چې د تيونس د طبی چارو د وزير عبدالطيف مكی لخوا ولوستلې شوه د اسلامی ارزښتونو او د انسانی لاسته راوړنو په بنياد د يو متمدن هېواد د جوړولو په لازموالی باندې تاكيد شوې دےږ
د دغې بيانیې په يوه بله برخه كښې راغلی دی: د فلسطين موضوع به د اسلامی امت يوه مركزی مسئله وی او د اسرائيلو له غاصب رژيم سره به د هرډول معمولی تعلقاتو د جوړولو كوشش به يو جرم حسابیږی.
په بيانيه كښې همدارنګ د تيونس د مختلفو ډلو ترمېنځ د سوله ايز ژوند كولو او پخوانی نظام ته له ستنېدو څخه د خبردارۍ او بېدارۍ په ضرورت باندې تاكيد وشو.
د تيونس النهضه اسلام پاله ګوند چې حكومت په اختيار كښې لری د هېواد د سياسی او اجتماعی پاليسۍ د وضع كولو لپاره شل كاله پس په وړومبی ځل كانګرېس جوړ كړ. د حزب النهضه نهم كانګرېس په څرګنده او عمومی توګه جوړ شو چې دغه ګوند د حبيب بورقيبه او زېن العابدين بن علی په ډېكټېټری دورانونو كښې ممنوع الفعاليت ؤ او زياتره غړی یې جلاوطن يا په جېلونو كښې وو.
1056474
captcha