د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د lebanonfiles د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، په فلسطين كښې له مقاومت څخه دملاتړ كمېټۍ په ٣٣ ورځنی جنګ كښې د صهېونېسټ رژيم خلاف د حزب الله د كاميابۍ د كليزې په مناسبت د يوې بيانیې په جاری كولو سره په دغه جنګ كښې د حزب الله دكاميابۍ شپږمه كليزه د دغه غورځنګ عمومی منشی سيد حسن نصرالله ته مباركی وويله.
په دغه بيانيه كښې راغلی دی د دغې سترې الهی كاميابۍ كليزه د مقاومت د غورځنګ د اتلواليو، لاسته راوړنو او قربانيو ياد تازه كوونكې ده او مونږ په دې ورځ يو ځل له خداے پاك او مومنو خلقو سره ژمنه كوو چې ازادۍ، عزت او كرامت په لاره كښې ستاسو ترڅنګه يو.
1056150