IQNA

د قرآن د بين المللی نندارتون د پوهنتونی برخې د افتتاحيه برنامو اعلان

22:46 - July 18, 2012
د خبر لمبر: 2372258
د قرآنی فعاليتونو ډله: د قرآن كريم د شلم بين المللی نندارتون د پوهنتونی برخې د پرانستې مراسم نن شپه د ماښام او ماسخوتن د لمونځونو نه پس ترسره كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د قرآن كريم د شلم نړيوال نندارتون د پوهنتونی برخې افتتاحيه مراسم نن شپه د ماښام او نماسخوتن د نمونځونو نه وروسته ترسره كیږی.
په دغو مراسمو كښې د قرآن كريم د شلم نندارتون رئيس حجت‌الاسلام والمسلمين حميد محمدی، د دغه نندارتون د پوهنتونی برخې مدير حجت‌الاسلام والمسلمين سيدمهدی تقوی او په پوهنتونونو كښې د اسلامی انقلاب د معظم رهبر د نمايندګۍ د دفتر سياسی او كلتوری مرستيال حجت‌الاسلام والمسلمين قريشی شتون لری.
په دغو مراسمو كښې به همداراز د قرآن كريم د بين المللی نندارتون په تيرو دورو كښې د پوهنتونی برخې د مديريت په خاطر له رحيم قربانی او هلالی څخه قدرونه وشی. 1056452

captcha