IQNA

د برما د مسلمانانو وژلې ته د اسلامی مذهبونو د نژديكت د نړيوالې ټولنې غبرګون

22:46 - July 18, 2012
د خبر لمبر: 2372259
سياسی ډله: د اسلامی مذهبونو د نژديكت تنظيم په برما كښې د زرهاؤ مسلمانانو د فجيع وژلې او د هغو د بې كوره كولو او په ښځو، جينكو او ماشومانو باندې د تيری په غندلو سره د مختلفو دينونو او فرقو د سوله ايز ګډژوند كولو په ضرورت باندې ټينګار وكړ.
د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د اسلامی مذهبونو د نژديكت تنظيم د برما يا ميانمار د مسلمانانو د ډله ايزې وژلې نه پس د يوې بيانیې په صادرولو سره ټينګار وكړ: د تندلارو ډلو لخوا دغه وحشيانه او غيرقانونی اقدامات چې په برما كښې د مظلومو مسلمانانو پرخلاف د يو ډول نسل وژنې په چوكاټ كښې ئې بڼه نيولې ده، د سوله ايز ژوند او د انسان د حقوقو د احترام په زمينه كښې د انسانی او آسمانی ارزښتونو سره مخالف دی.
او اوس د اسلامی هيوادونو د علماؤ او پوهانو وظيفه او دنده دا ده چې د مسلمانانو د پرګنو ترمينځ د آرامښت په رامينځته كولو سره دا ډول پیښو ته په غبرګون كښې په لامتحده توګه عمل وكړی، ځكه چې د دا ډول پیښو په وړاندې چپتيا ارزښتی او د بشری حقوقو سياست ته د بې تفاوتۍ نښه ده په داسې حال كښې چې انسانان په هرځائې كښې پكار دی له خپلو انسانی حقوقو څخه برخور وی او د ظلم او ستم وړ ونه ګرځی.
په دغه بيانيه كښې د اسلامی مذهبونو د نژديكت نړيوال تنظيم له نړيوالو ټولنو په تيره بيا د ملګرو ملتو له سازمان، د اسلامی همكارۍ له سازمانونو او د بشری حقوقو له څارونكو سازمانونو نه وغوښتل چې خپله چپتيا ختمه كړی او په فوری اقداماتو سره په ميانمار يا برما كښې د مسلمانانو د نسل وژنې مخه ونيسی. 1056436

captcha