IQNA

د برما د مسلمانانو په وژله باندې د امت واحده د بين المللی اتحادئې سخت اعتراض

23:54 - July 19, 2012
د خبر لمبر: 2372701
سياسی ډله: د امت واحده بين المللی اتحادئې د يوې بيانیې په صادرولو سره د برما د مسلمانانو په وژله باندې په سخت قهر او اعتراض سره د محرومو او مظلومو مسلمانانو د ژوند د حمايت لپاره د ايران د بهرنيو چارو د وزارت او د بين المللی سازمانونو د مناسبو اقداماتو غوښتنه كړې ده.
د اسلامی نړۍ د محصلينو د نړيوال تنظيم د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: د امت واحده بين المللی اتحادئې د مسلمانانو پرخلاف د جنايتونو د غندلو په ترڅ كښې د يوې بيانیې په صادرولو سره د رسنيو يا میډيا لخوا د دغو اقداماتو د رسندوئی كوريج غوښتونكې شوه.
د دغې بيانیې د متن ځينې برخې داسې دی:
وَ مَا لَكُمْ لا تُقَاتِلُونَ فِی سَبِيلِ اللَّهِ وَالْمُسْتَضْعَفِينَ مِنَ الرِّجَالِ وَالنِّسَاءِ وَالْوِلْدَانِ الَّذِينَ یَقُولُونَ رَبَّنَا أَخْرِجْنَا مِنْ هَذِهِ الْقَرْیَةِ الظَّالِمِ أَهْلُهَا وَاجْعَل لَنَا مِنْ لَدُنْكَ وَلِیًّا وَاجْعَل لَنَا مِنْ لَدُنْكَ نَصِيرًا
د برما هيواد د مسلمانانو د قتل عام قسماقسم خبرونه ترغوږو كیږی، د برما يا ميانمار په ميليونونو مسلمانان چې په دغه هيواد كښې د مذهبی اقليت او لږكی په توګه پيژندل كیږی، له كلونو راهيسې د حكومت لخوا د ګڼ شمير ستونزو او مسائلو سره مخ دی. په دې مينځومان كښې «روهينگيا» نومې مسلمان قام چې د برما په (آركان) ولايت كښې اوسیږی، حتی د خپل هيواد د ښاريزو حقوقو نه هم بې برخې دی، نه جومات لری نه مدرسه او نه حتی د وادۀ مراسم ترسره كوې شی. په دغو كښې زياتره مسلمانان د خپل هيواد د سختيو نه د خلاصی لپاره ګاونډيو هيوادونو ته په هجرت كولو مجبوریږی چې د غيرقانونی ځمكنيو او د سمندری لارو د سختيو له امله پكښې زياتره كسان مری. لدې نه علاوه په غيرقانونی توګه د تلو په وجه د برما د مسلمانانو يو ستر شمير په ځينو هيوادونو كښې په جيلونو كښې پروت دے.
دغه شان بد حالت په تيرو څومياشتو كښې د دغه هيواد د بدايانو او مسلمانانو ترمينځ په مذهبی شخړو بدل شوے دے. د رارسيدلو خبرونو له مخې په آركان نومې سيمه كښې تراوسه پورې څو زره ميانماری مسلمانان په ډيره بوږنونكې طريقه د تندلارو بدايانو په لاس وژل شوی دی او پوليسی ځواكونه ئې هم تشه تماشه كوی. او په دې مينځومان كښې د برما حكومت دغې سيمې ته د بهرنيو خبريالانو او د بين المللی ارګانونو د نمايندګانو د ورتلو مخه نيسی.
د امت واحده بين المللی اتحاديه د ايران د اسلامی جمهوريت د بهرنيو چارو له وزارته دا غوښتنه كوی چې د برما په چارواكو باندې د دباو د راوستلو له لارې دې د دغه هيواد د مسلمانو محرومو او مظلومو خلكو د سر د حفاظت لپاره هڅه وكړی او هم دې د سولې او د بشری حقوقو تش په نامه ساتونكی بين المللی سازمانونه او تنظيمونه په دې لړ كښې خپله دنده ترسره كړی.
د امت واحده بين المللی اتحاديه/ د ١٣٩١كال د چنګاښ ٢٤نیټه 1056328
.
captcha