IQNA

د تهران محصلينو په برما كې د مسلمانانو د وحشيانه قتل عام په اعتراض كې لاريون تر سره كړ

12:35 - July 20, 2012
د خبر لمبر: 2372921
سياسی ډله: د تهران محصلينو په برما كې د مسلمانانو د وحشيانه قتل عام په اعتراض كې مظاهره وكړه مظاهره كوونكو چې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته راټول شوی ؤ ټينګار وكړ چې د برما د بودايی دولت له خوا د دې هيواد د مسلمانانو عام وژلې د ټولې اسلامی نړۍ د خلكو قهر او غوسه راپارولی دی.
د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د اعتراض كوونكو محصلينو په بيانيه كې راغلی نړيوال سازمانونه كه په كومه لودیځه سيمه كې يوه وړه پیښه هم رامنځته شوی وی سختې اعلامېې خپروی خو د برما د مسلمانانو په عام وژله چې په نړۍ كې ېې مظلوميت له هيچا پټ نه دئ ولې سترګې پټوی.
بيانيه زياتوی لودیځې رسنۍ تل مسلمانان په ترهګر والی تورنوی خو نن چې همدا مسلمانان ژوندی په اور سوځیږی امريكا او لودیځ ولې د دې بودايی ترهګرو ملاتړ كوی.
د جمعيت علماء اسلام د ډلې مرستيال مشر مولانا ګل نصيب خان هم د برما د مسلمانانو عام وژله د اسلامی امت پر ضد د نړيوالو كفری ترهګرو يوه دسيسه وبلله او له نړيوالې ټولنې ېې د دې جنايت د زر تر زره بنديدو غوښتنه وكړه .
راپورنه وايی په برما كې تر اوسه تر ۹۰ زرو ډير مسلمانان له كوم توپير پرته قتل عام شوی ، تر ۵ زرو په زياتو مسلمانو ښځو او پيغلو جنسی تيری شوی د هغوی تر يو لك ډيرو كورنه وران شوی او ۳۰ زره تنه مسلمانان لادركه دی .
د انټرنیټ په ټولنيزو شبكو كې هم داسې انځورونه خپریږی چې مسلمانان په برما كې په عام ډول په ډيره زياته پيمانه قتل عام شوی او د مسلمانو ښځو لوڅ شوی او بيا په اور سوځول شوی په سلګونو جسدونه د بودايانو په مركزونو كې پراته دی .
داسې ویډيوګانې هم خپرې شوې چې په سلګونو مسلمانان او د هغوی ښځې او واړه ماشومان په ډله ايز ډول ژوندی په اور كې اچول كیږی چې ژورناليستان ېې انځورونه اخلی او نور بودايان ېې نندارې ته ولاړ دی .
تر اوسه د بشر حقوقو دروغجنو مدعيانو په دې لوی جنايت په مكمل ډول خوله پټه كړې او هیڅوك نه شته چې د برما مظلوم مسلمانان د بودايی دولت له قتل عام وژغوری .
د يادولو ده چې څو ورځې وړاندې په پروان ولايت كې د زنا په جرم د كلی والو له خوا د يوې ښځې له وژلو وروسته د ناټو مشر او د امريكا لوړ پوړو چارواكو دا د بشر حقوقو ښكاره تر پښو لاندې كول او يو وحشيانه عمل بللئ ؤ خو نن هماغه وحشيان چې پر نړۍ واكمن دی د يوه ولس د قتل عام ننداره كوی .په لودیځ پورې تړلې رسنۍ چې ځانونه هم خپلواك بولی نن ېې تر يو لك د ډيرو مسلمانانو په عام وژله او ژوندی په اوركې اچولو خوله پټه كړې ده .
1057438
captcha