د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د ((نون)) خبری اېجنسۍ په نقل سره رپوټ وركړ دغه علميه حوزه د تېرې چارشنبې په ورځ د چنګاښ د مياشتې په ٢٨ نېټه د قاهرې ښار په مركز او د مصر د پارلېمان په پنځوس میټره كښې په السيده زينب (س) سيمه كښې پرانېستل شوه.
د دغې علميه حوزې مشر علاء الدين محمد ماضی ابو العزايم دے چې د دغې حوزې د افتتاح په وخت د اهلبيتو (ع) د علومو د مركز د اداری شورا مشر عاصم فهيم، د المنصوره پوهنتون استاذ راسم النفيس، د مصر قاضی الدمرداش العقالی او د آل البيت (ع) د علومو د مركز پخوانے مشر محمد سليمان چې د جنورۍ د ٢٥ په انقلاب كښې د شيعه مذهب د ترويج په تور بندی شوے ؤ شتون لرۀ.
دا دويم ځل دے چې د اهلبېتو عليهم السلام د علومو مركز په پراخه توګه او د مصر د حكومت په رسمی موافقت سره او د تاريخی مطالعواو تحقيقاتو د مركز په توګه افتتاح كیږی.
1057644