د جمهوری رياست د اطلاع رسونې د سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې: محموداحمدی نژاد په دغه پيغام كښې مسلمانو حكومتونو او ولسونو ته د روژې د مياشتې د پيليدو د مباركۍ د وئيلو په ترڅ كښې راوړی دی: هيله من يم چې ولسونه به په دې بركتی مياشت كښې د مينې او رحمت د پيغمبر حضرت محمدمصطفی(ص) له تعليماتو او د وحی د كتاب له نورانی آيتونو نه په څوچنده ګټه اوچتونې سره د پرمختګ او لوړاوی، د پايدارې سولې او امنيت د پراختيا او د ظلم او تبعيض د ختمولو په لاره كښې له مخكښې نه زيات حركت وكړی او ټول به د ټولو ولسونو په تيره بيا د مسلمانو ولسونو ترمينځ د وحدت او مينې محبت كتونكی شو.
جمهوررئيس په دوام كښې له خدای تعالی(ج) څخه د اسلامی هيوادونو د رئيسانو لپاره د سلامتيا او برياليتوب د دوام او د ټولو دوستو او مسلمانو ولسونو او حكومتونو لپاره د كاميابۍ، خوشالۍ او سرلوړۍ غوښتنه وكړه. 1058098