د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د څانګې د رپوټ له مخې د دغه تنظيم د كلتوری معاونت قرانی سلاكار احمد زرنګار د دې خبر په اعلانولو سره اېكنا ته وويل: دغه ډله چې د اسلامی كلتور او ارتباطاتودتنظيم د دينی تعليماتواو قرانی چارو د كمیټۍ په همكارۍ سره یې ايران ته سفر كړےدےسبا به د زمری د مياشتې په وړومبۍ نېټه د ايران د اسلامی جمهوريت په قران رېډيوكښې سهار لس بجې په خپل وړومبنی پروګرام كښې ګډون وكړی.
هغۀ دوام وركړ مصری پلاوے چې پكښې د د اسلامی نړۍ د قران د قرائت د دوو تنو ارواښادو استادانو يعنې د محمدصديق منشاوی د زوے صديق محمود الصديق السيد منشاوی او د عبدالباسط محمد عبدالصمد زوے عبدالناصر عبدالباسط هم شتون لری يوه هفته به په ايران كښې وی چې په دې موده كښې د هغوی لپاره يولړ متنوع پروګرامونه په نظر نيول شوی دی.
زرنګار د ايران د قران شريف له نړيوال نندارتون او د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) څخه ليدل كتل د دغه پلاوی لپاره دوه اټكل شوی پروګرامونه وبلل او وې ويل: د قران شريف دچاپ له مركز، د دارالقرآن له تنظيم او د قرانی علومو د پوهنځی څخه كتنه د مصری استاذانو د پلاوی نور پروګرامونه تشكيلوی.
1058435