د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د khaleejtimes د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ د دغو سياليو د كمېټۍ مشر ابراهيم بوملحه وويل: كلتوری پروګرامونه چې د قران شريف د نړيوالو سياليو په ترڅ كښې جوړیږی مختلف مسائل چې مسلمانان ورسره په روزمره ژوند كښې مخامخ دی څېړل كیږی.
دغه پروګرامونه چې د قران شريف په محوريت سره په ١٩ وېناګانو باندې مشتمل دی د دغو سياليو په دوران كښې به وړاندې كیږی.
په همدې لړ كښې به سبا د زمری دمياشتې په وړومبۍ نېټه لوړرتبه مصری عالم عمر عبدالكافی د ((قران شريف شان او ښكلا)) ترعنوان لاندې وېناكوی.
((د قران جذابيت))، ((دقران شخصيتونه)) او ((دهستۍ له خالق سره مخصوص بيانات)) د وېناګانو نور عنوانونه دی چې د روژې د مباركې مياشتې په راتلونكوورځوكښې به د دبۍ د قران شريف د نړيوالو سياليو په ترڅ كښې وړاندې كړې شی.
د عبادت او عادت ترمېنځ فرق، دعبادت علمی اړخونهړ د ژوند په جوړولو كښې د قران شريف كردار، د حضرت آدم (ع) د زامنو داستان، د قران شريف صحيح درك او له خداے پاك سره مينه د هغو اتو وېناګانو عنوانونه دی چې د دبۍ د رنسانس د ښځو په انجمن كښې خاص د ښځو لپاره وړاندې كیږی.
عبادت په اسلامی كښې، له بشری حقوقو څخه په ملاتړ كښې د قران رول، د قران له نظره انسانی تعلقات، ماډرن علوم او حديث، قران شريف او انسانی بېداری هم د هغو ناستو عنوانونه دی چې د قران شريف د نړيوالو سياليو په ترڅ كښې د غېر عربی ژبو كسانو لپاره جوړیږی.
1058080