IQNA

روژه د روح د تغذیې يوه وسيله او بدنی تعادل د ستنيدو ترټولو غوره لار ده

13:38 - July 22, 2012
د خبر لمبر: 2374387
د سلامتيا ډله: د اسلامی طب محقق حسېن خېراندېش وويل، روژه بدنی تعادل ته د ستنېد ترټولو غوره لار ده چې له بدن څخه د اضافاتو په وېستلو سره د روح د لوړتيا او تغذیې زمينه برابروی.
د اسلامی طب محقق حسېن خېراندېش د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كې دې مطلب ته په اشارې سره وويل: خداے پاك رحمان او رحيم دے او د ټولو انسانانو او مخلوقاتو د رحمت پرتو په بر كښې نيسی او خاص رحمت هم لری چې د خاصو بندګانو په برخه كیږی خو د روژې مباركه مياشت د مومنو او غېرمومنو ټولو انسانانو لپاره د ستنېدو يوه موقع ده چې خپل بدنونه او روحونه له اضافاتو څخه ووينځی.
هغۀ دې ته په اشارې سره چې د د روژې، شوقدر او بزرګې مباركې مياشتې له تېرو تېروتنو څخه توبې او انابې ته د ستنېدو لپاره يوه موقع ده وويل:د روژې مباركه مياشت د خاص او عام الهی رحمت نښه ده چې هر چا چې په خپل ژوند كښې اشتباه كړې وی پكار دی راستون شی او حتی په دې مېنځومان كښې كه په خوراك څښاك كښې د افراط او تفريط په وجه له بدنی تعادل څخه وتلې وی نو لارې ته دې راوګرځی.
هغۀ زياته كړه كله چې له تن او بدن څخه زياتی مواد خارج شی نو د روح د تغذیې لپاره زمينه برابریږی، ځكه چې تن روح لرونكے دے او د بدن په تعادل سره روح په په پروازې كښې راځی او خپلې ډېرې لوړې درجې ته اوچت پرواز كولې شی.
د ايران د حجامت د تحقيقاتو د انجمن مشر په دوام كښې وويل: د بدن او روح تعلق د اس او په اس باندې د سپور په شان دے چې كه بدن سالم وی نو روح توانمنیږی خو كه بدن سالم نه وی او له اضافی موادو څخه خالی نۀ شی نو سفر نۀ شی كولې او روح په خپل ځاے په ټپه باقی پاتې كیږی او يا وروستو پاتې كیږی.
خېر اندېش دې ته په اشارې سره چې روح هم لوړ مقام ته د رسېدو لپاره له اضافاتو څخه خالی كېدو ته ضرورت لری زياته كړه، پكار دی روح هم تعديل شی چې پرواز ولری او لوړ مقام ته ورسی چې د نيمو شپو او پېشمنيو دعاګانې او رازونياز په تېره بيا د قدر په شپو كښې دا زمينه برابریږی او انسان له مادی انګيزو نه فارغه لوړ مقام ته رسیږی او دا هم هغه شپه ده چې له زرو مياشتو نه غوره ده.
خېراندېش تاكيد وكړ چې كه څه هم خداے پاك د دغې سترې شپې له عظمت څخه د انسانانو د درك لپاه عدد او رقم مطرح كړے دے خو د دې مياشتې او د قدر د شپو قدر او عظمت د شمېر وړ نۀ دے او پكار دی چې له دغه غوره فرصت څخه چې سرچينه یې په الهی رحمانيت او رحيميت كښې ده زياته استفاده وشی چې انسان جسمی او روحی سلامتيا ته ورسی.
1058021
captcha