IQNA

د محصيلينو د قران نړيوالې سيالۍ د وحی له كلام څخه لا زياتې استفادې ته د ځوانانو هڅول دی

13:35 - July 22, 2012
د خبر لمبر: 2374390
نړيواله ډله: اسلامی هېوادونه قرانی فعاليتونو ته د مسلمانو ځوانانو د هڅولو لپاره مختلف پروګرامونه اجرا كوی چې په دې مېنځومان كښې د ايران د اسلامی جمهوريت لخوا د مسلمانو محصيليونو د قران شريف د نړيوالو سياليو جوړول په دې لړ كښې يو ترټولو مهم اقدام بلل كیږی.
د مسلمانو محصيلينو د قران شريف د سياليو د څلورمې دورې د ټول حفظ په څانګه كښې د سوډان نمائنده اسماعيل ضحيه عثمان ونسی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) سره په مركه كې د دې مطلب د بيانولو په ترڅ كښې وويل:د ايران د اسلامی جمهوريت لخوا دغه سيالۍ يو غوره او د قدرونې وړ حركت دی چې پكښې د اسلامی نړۍ محصلين په يو ځاے راغونډیږی او قرانی سيالۍ ترسره كوی.
هغۀ څرګنده كړه اسلامی هېوادونه قرانی فعاليتونو ته د مسلمانو ځوانانو د هڅولو لپاره مختلف پروګرامونه اجرا كوی چې په دې مېنځومان كښې د ايران د اسلامی جمهوريت لخوا د مسلمانو محصيليونو د قران شريف د نړيوالو سياليو جوړول په دې لړ كښې يو ترټولو مهم اقدام بلل كیږی.
هغۀ د قران شريف د سياليو په منعكس كولو كښې د ډله ايزو رسنيو مسئوليت ته په اشارې سره وويل: دغه رسنې پكار دی د سياليو فعاليتونو او تجربياتو ته كورېج وركړ چې د نړۍ د مختلفو سيمو مينه وال له دغو سياليو سره لا زيات اشنا شی.
اسماعيل ضحيه عثمان ونسی همدارنګ د اسلامی وحدت او يووالی په مضبوطولو كښې د قران شريف د نړيوالو سياليو رول ته خاصه پاملرنه ونكړ او څرګنده یې كړه. دا سيالۍ په قطعی توګه د اسلامی امت د صفونو په يووالی اوپېوستون كښې زيات تاثير كوی او د مختلفو هېوادونو د سيالو كسانو ترمېنځ د ښۀ تعلقات په نتېجه كښې لری او د دې سبب كیږی چې ځوانان خپل وختونه د وحی د كلام په يادولو كښې خرچ كړی.
هغۀ په دې خبره هم تاكيد وكړ چې پكار دی د قران شريف دا نړيوالې سيالۍ له دوه كلن حالت څخه بهر شی او پكار دی هر كال د داسې سياليو كتونكی يو.
د يادونې ده چې د مسلمانو محصيلينو دقران نړيوالې سيالۍ په هر دوو كلونو كښې يو ځل د ايران د اسلامی جمهوريت د قرانی فعاليتونو د تنظيم لخوا برابریږی تر اوسه پورې د دغو سياليو درې دورې په اصفهان، تهران او مشهد مقدس ښارونو كښې جوړې شوې دی او څلورمه دوره یې د روانی هجری نمريز كال د وږی د مياشتې له ٢٢ نېټې نه تر ٢٥ نېټې پورې په تبريز كښې ترسره كیږی.

1055728
captcha