IQNA

په غزه كښې د اشارې په ژبه د قران شريف د تفسير د وړومبنۍ طرحې اجرا

13:34 - July 22, 2012
د خبر لمبر: 2374396
نړيواله ډله: په غزه كښې د نوی تعليمی كال له شروع كېدو سره په يووخت د اشارې په ژبه د قران شريف د تفسير وړومبنۍ طرحه اجرا كیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د الجزيره چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، دغه طرح به په غزې كښې د لوے عمر د ګونګيانو د خپلواكه انجمن او د دغه ښار د دارلقران او سنت د تنظيم په اهتمام سره اجرا شی او پكښې به تقريباً دوه سوو ګونګيانو ته د اشارې په ژبه د قران شريف تفسير ورزدكړې شی.
د دغې طرحې وړومبنۍ مرحله به د قطر د شېخ عيد بن محمد ال ثانی خېريه موسسې په همكارۍ سره اجرا كیږی چې پكښې به د ګونګيانو زده كوونكو ته د اشارې په ژبه د قران شريف تفسير ورزده كولې شی او دا طرح به فلسطينی ټولو ګونګيانو ته د قران شريف د زدكړې د عمومی كولو لپاره يوه سريزه وی.
په غزه كښې د لوے عمر د ګونګيانو د خپلواكه انجمن مدير ادهم عيد څرګنده كړه دغه انجمن تراوسه د تعليمی كال په شروع كېدو سره په يو وخت د غزې د ګونګيانو د مډل كلاس ٢٠٠ زده كوونكو ته د اشارې په ژبه د قران شريف د تفسير د ورزده كولو لپاره دېرش معلمانو ته تربيت وركړې دے.
دغه رپوټ له مخې په اسلامی نړۍ كښې لس ميليونه ګونګيان ژوند كوی چې لس زره پكښې د غزې په تړانګه كښې ژوند كوی.
1056638
captcha