د ايران قرانی خبرې اېجنسۍ (اېكنا) د Press TV د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د بنګلادېش د بهرنيو چارو وزير ډېپومونی وړمه ورځ د چنګاښ د مياشتې په دېرشمه نېټه وويل چې هېواد به ميانمار ته د كډمارو د ستنولو لپاره له دغه حكومت سره مرسته وكړی. دا په داسې حال كښې دی چې ميانمار ته د مسلمانو كډمارو د ستنولو مسئله لس كاله وشول چې څه نتيجې ته نه ده رسېدلې.
دا غوښتنه په داسې حال كښې د ډاكه لخوا بيانیږی چې په ميانمار كښې د روهينګيا د مسلمان اقليت قومی پاكسازۍ مسئله مخ په زياتېدو ده.
د بنګلادېش د بهرنيو چارو وزير همدارنګ له ميانمار څخه وغوښتل چې په دغه هېواد كښې له تېرو شپږو هفتو څخه شروع شوے تشدد دې ختم كړی او د روهينګيا د سلګونو مسلمانانو سر ته دې نجات وركړی.
بېګلادېش دغه هېواد ته د روهېنګيا مهاجرين غېر قانونی بولی. ملګرو ملتو هم په دې وروستيو كښې په نويو كېمپونو كښې د روهينګيا د مسلمانانو د مېشته كولو لپاره د ميانمار د حكومت له درخواست سره په مخالف كولو سره د حالاتو په خرابولو كښې نوره اضافه كړې ده.
د ميانمار ولسمشر تېره جمعه وويل د روهينګيا مسلمانان پكار دی له دغه هېواد څخه بهر شی او د ملګرو ملتو كېمپونو ته دې منتقل شی. او ويلی یې دی چې دوی غېر قانونی مهاجر دی. د روهينګيا مسلمانان په پښتنو، پارسيانو، تركانو او بنګاليانو باندې مشتمل دی چې د اتمې ميلادی پېړۍ په اوائلو كښې یې ميانمار ته هجرت كړے ؤ.
دا په داسې حال كښې دی چې په ميانمار كښې د ډېموكرېسۍ سېمبول او د نوبل د سولې انعام ګټونكی آنګ سان سوچې هم د روهينګيا د مسلمانانو په خلاف د جنايتونو په وړاندې خاموشی اختيار كړې ده.
1058220