IQNA

علی لاريجانی: ملګری ملتونه دې د جنایتونو د مخنیوی لپاره برما ته سوله ساتی ځواک ولیږي

13:35 - July 22, 2012
د خبر لمبر: 2374619
سياسی ډله: د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی د ملګرو ملتو له سرمنشی بان كی مون وغوښتل په برما كې دې د مسلمانانو د حقوقو د ملاتړ لپاره دغه هيوادته د نړيوال ځواك د لیږد زمينه برابره كړی.
د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، د ايران د اسلامی شورا مشر علی لاريجانی نن د پارليمان په څرګندې غونډې كې په ميانمار يا برما كې د مسلمانانو د پراخې وژلې په محكومولو سره دا په داسې حال كې دی چې د ايران اسلامی شورا په باب نن په يوه خوله يوه اعلاميه هم صادره كړه چې د برما حكومت دې د دغه هيواد د مسلمانانو حقوق وساتی او د مسلمانانو د ډله ايزو وژلو عاملان دې سخت سزا كړی.
په عين حال كې د قم د علميه حوزې استادانو هم د يوې اعلامیې په خپرولو سره د برما د مظلومو مسلمانانو بې رحمه وژله وغندله او له نړيوالو ټولنو یې وغوښتل څو د دغه جنايت ددوام مخه دې ونيسی وروستی راپورونه ښئ په برما كې په وروستيو تاؤتريخوالو كې د افراطی بوديانو په لاس په زرګونو مسلمانان وژل شوی او دغه راز څه د پاسه ديرش زره نور بې كوره شوی دی.
د برما مسلمانان د دغه هيواد د حكومت له خوا لږكی نه پيژندل كیږی او د ښاريزو حقوق هم نه لری چې د بشری حقوقو يوه اساسی خلاف ورزی ګڼل كیږی.
1059171
captcha