IQNA

په پاكستان كې د قران تعليمات په ساده ژبه بيانیږی

17:41 - July 22, 2012
د خبر لمبر: 2374846
د قرانی كارونو ډله: د پاكستان د منډی صادق ګنج ښار كې ماشومانو او ځوانانو لپاره د قران پاك تعليمات په ساده ژبه كې د بيانولو پروګرام تر سره كیږی.
د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس دا ښوونيز كورس او دوره له پينځلسمی جولایې د دې ښار مشهور دينی عالم ښاغلی حجت الاسلام والمسلمين عابد حسين الحسينی په وسيله شروع شوی دی چې د اګست پينځلسمی نیټی پورې به دوام ولری.
په دې ښوونيزې دورې كې د پينځه ويشت ماشومانو او زلميانو مختلفی ډلې جوړې شوی دی او ښاغلی حجت الاسلام والمسلمين عابد حسين الحسينی په دورې كې شامل ماشومانو لپاره په ډيرې ساده ژبه او ټكو كې د قران پاك ګران او سخت مفاهيم بيانوی.
د ويلوه ده چې ښاغلی حجت الاسلام والمسلمين عابد حسين الحسينی تبليغ لپاره محرومو او غريبو سيمو ته سفر كوی د همدې پروګرام يوه برخه همدا ده چې دهلته منډی صإدق ګنج كې يوه مياشت د قران پاك د مفاهيمو تعليمی او ښوونيزه دوره یې روانه كړی ده.
1058414

captcha