IQNA

په ملېشيا كښې له اتو سوو نه زيات رسټورانونولپاره د رمضان په مياشت كښې د حلال لائېسنس صادول

21:43 - July 22, 2012
د خبر لمبر: 2374930
نړيواله ډله: د ملېشيا د اسلامی پراختيا موسسې JAKIM د روژې په مباركه مياشت كښې روژتيانو ته د زيات غوره خدماتو د وړاندې كولو لپاره تقريباً ٣٥٩ هوټلونواو ٤٥٣ رسټورانو ته د حلال لائېسنسونه جاری كړی دی.
د ايران قرانی خبرې اېجنسۍ (اېكنا) د bernama د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ ددغې موسسې عمومی سكتر عثمان مصطفی په دې حقله وويل: د هوټلونو او رېسټورانونو منېجران ته پكاردی چې د روژې په مباركه مياشت كښې د خدماتو له وړاندې كولو نه مخكښې د حلال لائېسنس د حاصلولو لپاره اقدام وكړی.
هغۀ په اخېر كښې د ملېشيا مسلمانانو ته سپارښتنه وكړه چې د خپل مېشته والی د رېسټوران يا هوټل په غوره كولو كښې دې زيات دقت ولری او دا اطمينان دې حاصل كړی چې دغو ځايونو د ملېشيا د اسلامی پراختيا له موسسې يا د صوبائی اسلامی شورا څخه د حلالو لائېسنس حاصل كړے دے.
1058113
captcha