IQNA

د فرانس د كورنيو چارو وزير د پېرس په لوے جومات كښې په روژماتی كښې ګډون وكړ

21:45 - July 22, 2012
د خبر لمبر: 2374931
نړيواله ډله: د فرانس د كورنيو چارو وزير امانوئل والس پرون د چنګاښ په ٣١ نېټه دپېرس د سترجومات د روژه ماتی په مېلستيا كښې ګډون وكړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د فرانس د سركاری خبری اېجنسۍ AFP په نقل سره رپوټ وركړ ، له امانوئل والس څخه د هركلی مراسم د فرانس دمسلمانانو د شورا د مشر محمد موسوی او د پېرس د ستر جومات د مشر دليل بوبكر په شتون سره وشو.
د فرانس د كورنيو چارو وزير په دغو مراسمو كښې له ګډون څخه هدف د هغه څه د پياوړتيا په خاطر چې ورته معتدل اسلام ويل كیږی له يو بل سره اتحاد او پېوستون ته د اسلامی ټولنو هڅول وبالۀ.
هغۀ همدارنګ هيله څرګنده كړه چې دغه مباركه مياشت له نورو ښاريزو سره داسلام د پېروكارو د تعلقاتو د مضبوطيه سبب وګرځی او د مختلفو دينونو پېروكار به د يو بل له اعتقاداتو سره د اشنائۍ او خبرو اترو لپاره له دې فرصت څخه استفاده وكړی.
د فرانس د يهوديانود موسسو د نمائندګۍ د شورا مشر ريشا پراسكيه له نورو هغو شخصيتونو څخه ؤ چې دغو مراسمو ته رابلل شوے ؤ.
1059000
captcha