IQNA

د روژې په مباركه مياشت كښې د فقر په ختمولو باندې د ازبكستان د جمهوررئيس ټينګار

13:05 - July 23, 2012
د خبر لمبر: 2375470
سياسی او ټولنيزه ډله: د ازبكستان جمهوريت ولسمشر اسلام كريم اف د روژې د مياشتې د رارسيدو په مناسبت د مباركۍ په خپل پيغام كښې پخپل هيواد كښې له غريبانو سره د هراړخيز ملاتړ او په دغه هيواد كښې د فقر په ختمولو باندې ټينګار وكړ.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ازبكستان جمهوررئيس دولتی او اجرائی ادارې او ارګانونه د روژې په مياشت كښې د خيريه پروګرامونو په ترسره كولو او د فقيرانو په ملاتړ كولو باندې ګمارلی دی.
اسلام كريم په دوام كښې زياته كړه: په دغه مباركه مياشت كښې د دينی، معنوی او بشردوستانه ارزښتونو په ترويج او تبليغ، د نيكانو د دينی او تاريخی آثارو په هكله په تحقيق او ځوان نسل ته د هغو په منتقلولو پورې د اړوندو فعاليتونو د پراختيا ضرورت له نورو وختونو نه زيات احساسیږی.
د وئيلو ده چې د ازبكستان جمهوريت ولسمشر د هيوادونو او د سيمه ايزو او بين المللی سازمانونو مشرانو ته د بيلابيلو پيغامونو په لیږلو سره د رمضان د مباركې مياشتې د رارسيدو مباركی ووئيله. 1058992

captcha