د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د اروپائی څانګې د رپورټ له مخې: د تاتارستان د مفتی مرستيال ولیالله حضرت يعقوباف د تيرې پنجشنبې په ورځ د وهابی ډلو د كسانو لخوا د خپل كور سره نژدې په ډزو سره ووژل شو.
د دغې غميزې نه يو ساعت وروسته يوې بلې ډلې د تاتارستان د مسلمانو چارو ته درسيدګۍ د ادارې د رئيس او مفتی الدورز حضرت فيض اف موټر هم وچاودۀ او دے په حاضر حال كښې ډير سخت زخمی دے.
يوه ډله تاتاری علماؤ او روحانيونو ټبنګار وكړ چې د دغو حملو پلانونكی په زيات احتمال وهابی ډلې دی ځكه چې په دې وروستو كښې د دغې ډلې پرخلاف په تيره بيا د ارواښاد ولی الله حضرت يعقوب اف لخوا چې د وهابيانو سخت مخالف وو، يولړ سختې مقابلې ترسره كيدې او په اوس حال كښې په دغو حملو كښې په لاس لرلو باندې يوشمير تورن او شكمن كسان نيول شوی دی او ورڅخه تفتيش او تحقيق شروع دے.
د روسیۍ جمهوررئيس ولادی مير پوټين او د تاتارستان جمهوريت جمهوررئيس رستم منی خوان اف په جداجدا پيغامونو كښې د دغو ترهګرانه حملو په غندلو سره د دغه مشهور دينی عالم كورنۍ او د دواړو هيوادونو مسلمانانو ته د دوی د مړينې تسليت ووایۀ. 1059205