IQNA

د مينځنۍ ايشيا په مسلمانو جمهوريتونو كښې له اسلامه ويرونه جاجوله كیږی

13:05 - July 23, 2012
د خبر لمبر: 2375476
سياسی ډله: ((د مينځنۍ ايشيا په مسلمانو جمهوريتونو كښې له اسلامه ويرونه)) نومې علمی غونډه سبا سه شنبه د ايران د كلتور، هنر او ارتباطاتو د تحقيق په ودانۍ كښې ترسره كيدونكې ده.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: ((د مينځنۍ ايشيا په مسلمانو جمهوريتونو كښې له اسلامه ويرونه)) نومې علمی غونډه سبا سه شنبه د ايران د كلتور، هنر او ارتباطاتو د تحقيق په ودانۍ كښې ترسره كيدونكې ده.
په دغه غونډه كښې به چې د دغه تحقيقتون د بين المللی كلتوری ارتباطاتو د كالج د اسلامی نړۍ د كلتوری مطالعاتو د ډلې لخوا ترسره كیږی، د تهران پوهنتونو د حقوقو او سياسی علومو د كالج د علمی هيئت غړے اكبرولی زاده وينا وكړی.
دغه درې ورځنۍ غونډه د روانې اسد يا زمری د مياشتې په دريمه نیټه په تهران كښې پيلیږی.
په دغه غونډه كښې د علاقه منو محصلينو، استاذانو او محققانو ګډون كول آزاد دی. 1059135

captcha