IQNA

په قطر كې د قومی سطحې د قران او حديث مقابلو دوهم پړاو تر سره كیږی

19:43 - July 23, 2012
د خبر لمبر: 2375775
قرانی كارونو ډله: د قطر خيراتی موسسې شيخ عيد په همكارۍ سره د اګست په ديارلسمی او څوارلسمی نیټی د قومی سطحی د قرا ن او حديث مقابلو دوهمه مرحله تر سره كیږی.
د ايران د قران خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس چې له قطر ورځ پاڼې الرایۀ یې نقلوی چې دا مقابلې د قطر د ښځو او سړو په شتون او ګډؤن سره تر سره كیږی او په دې مقابلو كې ښه مقام تر لاسه كوونكو ته ګرانبيه انعامونه وركولی شی.
د ويلو ده چې په دې مقابلو كې د نومونو ليكل د جولايی په يوويشتمی نیټی د "شيخ عيد بن محمد آل ثانی" جومات كې پای ته رسيدلی دی او په دې مقابلو كې ګډون كوونكو كې اته څلویښتو كسانو ته د انعامونو وركولو فيصله شوی ده.
1059180
captcha