IQNA

په مصر كښې د قران شريف شلمې نړيوالې سيالۍ شروع كیږی

19:42 - July 23, 2012
د خبر لمبر: 2375806
نړيواله ډله: د قران شريف د حفظ او تجويد كلنۍ شلمې نړيوالې سيالۍ د زمری د مياشتې په شپاړسمه نېټه په قاهره كښې د مصر د اوقافو د وزارت په همت سره جوړیږی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مصر چاپ اخباراليوم د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د مصر د اوقافو وزارت په دغو سياليو كښې د ګډون لپاره چې د قران شريف د حفظ او د وحی په كلام كښې تدبر ته د اسلامی نړۍ د ځوانانو د هڅولو په هدف سره جوړیږی له سلونه زيات هېوادونه دعوت كړی دی.
دغه سيالۍ به د زمری د مياشتې تر ٢١ نېټې پورې دوام ومومی او د دغو سياليو د برترو كسانو قدرونه به د قدر د شپو په خصوصی مراسمو كښې چې د مصر د اوقافو د وزارت یې د روژې دمباركې مياشتې په وروستۍ هفته كښې جوړوی د قدرونې په سندونو اونغدو انعمانونو سره كیږی.
دمصر د اوقافو وزارت به د سياليو د دغې دورې سيالی كوونكواو داورانوته د خدماتو په وړاندې كولو سره د دغه هېواد له لرغونو او دينی ځايونو څخه د كتنې په شمول يو لړ جانبی پروګرامونه هم اجرا كړی.
1060020
captcha