IQNA

19:52 - July 23, 2012
د خبر لمبر: 2375820

د اردن اسلامی عمل ګوند دميانمارد مسلمانانو د نسل كشۍ د عاملانو د محاكمې غوښتنه وكړه

نړيواله ډله: د اردن ((اسلامی عمل)) ګوند په ميانمار كښې د مسلمانانو د نسل كشۍ په غندلو سره د دغه جنايت دعاملانو د محاكمه كولو غوښتنه وكړه.

د ايران قران خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اردن چاپ الدستور ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د اردن اسلامی عمل ګوند د دغه هېواد له حكومت څخه وغوښتل چې د اسلامی تعاون تنظيم دې د ميانمار د حالت د څېړلو لپاره د اسلامی هېوادونو د بهرنيو چارو د وزيرانو د فوری غونډې جوړولو او په دغه هېواد كښې د مسلمانانو د نسل كشۍ بندلو لپاره تابيا وكړی.

د ميانمار د مسلمانانو د سر حفاظت ، هغوی ته د ضروری مرستو لېږل او په نړيوال جنائی عدالت او نورو خصوصی عدالتونو كښې د مسلمانانو د نسل كشۍ د عاملانو او مسئولانو محاكمه له حكومت څخه د اردن د عمل ګوند له نورو غوښتنو څخه دی.

د دغه ګوند عمومی سكتر حمزه منصور د خپل هېواد د بهرنيو چارو وزير ته په يو يادښت كښې د ميانمار د حكومت په ملګرتيا سره د دغه هېواد د تندلارو بودائيانو لخوا د دغه هېواد د مسلمانانو د قتل عام او په رسميت باندې د مسلمانانو ښاريزو د نه پېژندلو په نسبت خپله سخته اندېښنه څرګنده كړه.

1059661
captcha