IQNA

روژه داری د زړۀ او رګونو د فېكټرونو د رېسك د كمېدو سبب كیږی

18:21 - July 24, 2012
د خبر لمبر: 2376626
د سلامتياډله: د تهران د طبی علومو د پوهنتون مشر ددې په بيانولو سره چې زياتره مطالعات د روژې په مباركه مياشت كښې د جرائم او حادثاتو د كمی ښودنه كوی وويل: كه روژه داری له مناسب خوراك سره په يو وخت وی نو د زړۀ او رګونو د فېكټرونو د رېسك د كمی سبب كیږی.
د تهران د طبی علومو د پوهنتون مشر محمد باقر لاريجانی د ايران له قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا)سره په مركه كښې څرګنده كړه: په هر حال روژه د هغو كسانو لپاره چې روغ وی او څه خاصه بيماری ونۀ لری زيات تاثير لرونكې ده او كه روژه داری له مناسب خوراك سره په يو وخت وی نو د زړۀ او رګونو د فېكټرونو د رېسك د كمښت سبب كیږی.
هغۀ وويل: زياتره څېړنې په ټولنه كښې په دې مياشت كښې د معنويت د زياتېدو ښودنه كوی خو كه خلق ځان ته مراجعه وكړی نو په اطمينان سره به معنوی اثرات په ښه توګه ووينی.
هغۀ د يوې واری خوراك په نه استعمال باندې په تاكيد سره دا چاره په افرادو كښې د بدهضمۍ د رامنځته كېدو دليل وبالۀ او وې ويل روژه تيانو ته پكار دی چې خپل خواړه دې په تدريجی توګه او د معمولی سهار د ډوډۍ په شان خوری او د پېشمنی په وخت دې هم د يوې وعدې په قالب كښې خوراكی مواد وخوری.
هغۀ زياته كړه د روژه ماتی او پېشمنی له خوراك نه پس پېدل ګرځېدل او معمولی ورزش كول په ښۀ توګه د خوراك د هضمېدو سبب ګرځی.پكار دی د روژې په مباركه مياشت كښې له چربواوغوړو ترو خوراكونواو له ډوډۍ خوړلو نه فوراً پس له اودۀ كېدو څخه ډډه وشی.
1059420
captcha