د ايران قرانی خبرې اېجنسۍ (اېكنا) د العالم چېنل د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ. د دغه ائتلاف په بلنه كښې راغلی دی ، د روژې په مباركه مياشت كښې په ټول هېواد كښې مظاهرې به ((د ظالمانو په خلاف د روژتيانو انقلاب)) په نعرو سره جوړې شی.
دغه ائتلاف همدارنګ اعلان وكړ، مونږ له ټولو بحرينی انقلابيانو څخه غواړو چې په دغو مظاهرو كښې دې په پراخه ګډون سره د روژې، عبادت او مقاومت په مياشت كښې د بحرېن انقلاب ته دوام وركړی.
د فرورۍ د څوارلسمې په نامه دځوانانو د ائتلاف له غوښتنې سره سم د بحرېن مختلف ښارونه د روژې په وړومبيو ورځو كښې د احتجاجی مظاهرو او د انقلابی فعاليتونو د شروع كېدو كتونكی وو.
1060113