د ايران دقرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د رپوټ له مخې د قرانی اواسلامی رېډيوګانو اتحادیې د ميانمار په لويدیځ كښې دمسلمانانو د نسل كشۍ په حقله په يوه بيانيه جاری كړه چې متن یې په دا ډول دے:
بسم الله الرحمن الرحيم
((ان الله يدافع عن الذين آمنوا ان الله لا يحب كل خوان كفور* اذن للذين يقاتلون بانهم ظلموا و ان الله علی نصرهم لقدير )) (حج/38 و 39)
په مادياتو باندې ولاړ او له اخلاقو اومعنويت نه خالی تمدن په زمانه كې هره ورځ په يوه بهانه بېګناه انسانان له ازاراو وژلې سره مخامخ دی او نن د ميانمار مسلمانان له تېری او قتل عام سره مخامخ شوی دی. د بشری حقوقو د ادارو او له بشری حقوقو څخه دملاتړ د دعوېدارو خاموشی په دغو جنايتونو باندې د تائيد مهر دے او دا چاره تش په نامه متمدن لويدیځ كښې د اسلام د دښمنۍ له يوې نمونې بغېر بل څه نۀ دی.
د قرانی او اسلامی رېډيوګانو اتحاديه دميانمار د ښځو، سړيو او ماشومانو قتل عام په سختۍ سره غندی او د ملګرو ملتو له عمومی سېكتر او د بشری حقوقو له عالی كمېشنرۍ څخه د چټكه غبرګون او ددغه جنايت د عاملانو د سزا كولو غوښتنه كوی.
د قرانی او اسلامی رېډيوګانو اتحاديه
1061441