IQNA

په ابراهيمی حرم كښې د تندلارو يهوديانو لخوا د قران شريف سپكاوے

18:20 - July 24, 2012
د خبر لمبر: 2376629
نړيواله ډله: صهيونېسټی ورځپاڼې ((يديعوت آحارونوت)) په ابراهيمی حرم كښې د قران شريف د سپكاوی په حقله د دوو يهودو جينكو د اسلام دښمنۍ له اقدام څخه خبر وركړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د فلسطين د PNN خبری چېنل په نقل سره رپوټ وركړ، يديعوت آحارونوت ورځپاڼې وليكل: دوو ځوانويهودو جينكو څلور مياشتې مخكښې د الخليل ښار په ابراهيمی حرم كښې د مسلمانانو د نمانځۀ ځاے ته په ننوتو سره د قران شريف دوه نسخې پاره پاره او ریښې ریښې كړې.
د ابراهيمی حرم كېمرو چې څلوريشت ګېنټې فعالې دی د يهودو جينكودغه اسلام دښمنانانه اقدام ضبط كړ او دغه دواړه جينكۍ تر اوسه پورې نه دی نيولې شوی او د اسرائيلو پوليسو دعوا كړې ده چې په دې لړ تحقيقات روان دی. په داسې حال كښې چې دا كار د پوليسو په سترګو په وړاندې ترسره شوے ؤ خو هغوی هیڅ غبرګون څرګند نۀ كړ او نۀ یې تر اوسه پورې په دې اړه څه تفتيش ترسره كړې دے.
1061302
captcha