د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د څانګې د رپورټ له مخې: دغه كتنه سبا سهار لس بجې د ايران د قرآنی سازمانونو، ارګانونو او مؤسسو د لیږلو پلاويو د كتنو د لړۍ په دوام كښې بڼه نيسی.
د دغې كتنې په پروګرامونو كښې له كورنيو او بين المللی تحريريو څخه كتنه او د قرآنی فعاليتونو د سازمانونو او د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د مسئولانو او چارواكو سره ملاقاتونه او خبرې اترې شاملې دی.
د وئيلو ده چې د مصر د رابلل شويو حافظانو او قاريانو پلاوے نن د اسلامی انقلاب د ستر رهبر د لوړ روح په نسبت د احترام د ادا كولو او زيارت كولو لپاره د حضرت امام خمينی(رح) پاكې روضې ته لیږدول كیږی. 1061274