IQNA

د قرآن كريم په شلم بين المللی نندارتون كښې د قرآن خطی او لاسی نسخې وړاندې كیږی

10:41 - July 25, 2012
د خبر لمبر: 2377008
د ادب ډله: د قرآن د خطی نسخو برخه د ايران د اسنادو او ملی كتابتون د سازمان په كوشش، د اسحاق صلاحی په شتون سره نن مازدیګر د قرآن كريم د بين المللی نندارتون په شلمه دوره كښې پرانستله كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د قرآن كريم د خطی نسخو برخه د روژې د مباركې مياشتې په مناسبت د ايران د ملی كتابتون او اسنادو د سازمان لخوا نن مازدیګر د ٢٣ورځو لپاره د قرآن كريم په شلم بين المللی نندارتون كښې خپل كار پيلوی.
په دغه نندارتون كښې چې د راتلونكې خالی يا شنبې له ورځې نه د تهران په امام خمينی(رح) نومې عيدګاه يا مصلی كښې جوړیږی، د نفيس او ډيرو نفيسو په شمول د قرآن كريم د خطی نسخو څه باندې ٤٠جلده به د مينه والو لپاره نندارې ته كیښودل شی. همداراز د په ملی كتابتون كښې له موجودو نورو خطی نسخو څخه به له ٢٠نه د زياتو انځورونو وړاندې كول به د دغه نندارتون له نورو برنامو څخه وی.

د دغه نندارتون د پرانستې مراسم نن مازدیګر د ملی كتابتون او اسنادو د سازمان د رئيس اسحاق صلاحی په شتون سره ترسره كیږی.
ياده دې وی چې د تهران په امام خمينی(رح) نومې عيدګاه كښې د قرآن كريم د بين المللی ننداتون شلمه دوره د روژې د مباركې مياشتې تر پائې پورې دوام لری. 1061143

captcha