IQNA

د ايران او د مصر د قرآنی قاريانو او فعالانو د وحدت او دوستۍ غونډه ترسره كيدونكې ده

10:41 - July 25, 2012
د خبر لمبر: 2377011
د قرآنی فعاليتونو ډله: د ايران او د مصر د قرآنی قاريانو او فعالانو د وحدت او دوستۍ غونډه د ايران او مصر د كلتوری او فرهنګی اړيكو په اوږدو كښې په وړومبی ځل نن مازدیګر د دواړو هيوادونو د ١٤٠قاريانو او قرآنی فعالانو په ګډون او د ايران د اسلامی كلتور او ارشاد د وزير په شتون سره ترسره كیږی.
د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د اوقافو او خيريه چارو د سازمان عمومی او بين المللی روابطو اعلان وكړ چې د دغه سازمان د عمومی روابطو او بين المللی چارو ستر سيكتر د دغه خبر په اعلانولو سره زياته كړه: د ايران د اسلامی جمهوريت او د مصر د قرآنی فعالانو او قاريانو د وحدت او دوستۍ غونډه د قرآنی ګډو همكاريو د زمينې د څیړنې او د فنی او تخصصی بحثونو په هكله د نظر د تبادلې او د قرآنی او كلتوری ګډو تعاملاتو د لوړاوی لپاره د ايران او مصر د دوو سترو او متمدنو هيوادونو د فرهنګی اړيكو په اوږدو كښې په وړومبی ځل ترسره كیږی.
حسن ربيعی څرګنده كړه: دغه غونډه نن مازدیګر په ارم هوټل كښې د اسلامی انقلاب د رهبر د نماينده او د اوقافو او خبريه چارو د سرپرست حجت الاسلام والمسلمين علی محمدی او د اسلامی فرهنګ او ارشاد د وزير سيدمحمدحسينی په شتون او ويناؤ سره ترسره كيدونكې ده. 1061157

captcha