د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د ايران د اوقافو او خيريه چارو د سازمان عمومی او بين المللی روابطو اعلان وكړ چې د دغه سازمان د عمومی روابطو او بين المللی چارو ستر سيكتر د دغه خبر په اعلانولو سره زياته كړه: د ايران د اسلامی جمهوريت او د مصر د قرآنی فعالانو او قاريانو د وحدت او دوستۍ غونډه د قرآنی ګډو همكاريو د زمينې د څیړنې او د فنی او تخصصی بحثونو په هكله د نظر د تبادلې او د قرآنی او كلتوری ګډو تعاملاتو د لوړاوی لپاره د ايران او مصر د دوو سترو او متمدنو هيوادونو د فرهنګی اړيكو په اوږدو كښې په وړومبی ځل ترسره كیږی.
حسن ربيعی څرګنده كړه: دغه غونډه نن مازدیګر په ارم هوټل كښې د اسلامی انقلاب د رهبر د نماينده او د اوقافو او خبريه چارو د سرپرست حجت الاسلام والمسلمين علی محمدی او د اسلامی فرهنګ او ارشاد د وزير سيدمحمدحسينی په شتون او ويناؤ سره ترسره كيدونكې ده. 1061157