د ايران د قران خبري اژانس (ايکنا) د يو راپور پر اساس ډاكټر لاريجانی د اسلامی شورا په انګڼ كې له خپلې وينا مخكې ټينګار وكړ كه نن سبا امريكايان كله نه كله د رسنيو له لارې په بدماشۍ سره خبرې كوی، نو له دې زيات چې د قدرت ښودونكی شی، د هغوی د روحیې او سياسی سرخوږی ښودنه كوی چې په وروستيو كلونو كې ورته د ايران د ملت د څپیړې نتيجه ده.
د ايران د اسلامی شورا مشر زياته كړه د نړيوال مكار او سپك باز په مقابل كې د ايران د اسلامی جمهوريت روښانه او امنيت جوړونكی منطق سبب شوی دی دوی په وروستيو كلونو كې د اسلامی انقلاب په وړاندې نوره مصنوعی ستونزې رامينځته كړی او د بشری حقوقو، ايتمی مسئلې او بنديز د موضوع په څير مسئلې تعقيب كړی.
د اسلامی شورا مشر روښانه كړه امريكا او لویدیځی هيوادونه نه له د يموكراسۍ سره كوم كار لری او نه هم بشری حقوقوسره، او نه هم سيمه ايز امنيت ورته كوم اهميت لری بلكې د هغوی د قدرت ګټې يوازې د جنګ جګړو د محاسبې په اساس دی. خو بايد ټول پوهـ شی چې د ايران ملت د دباؤنو او زور پیټی هیڅكله نه وړی البته په سيمې كې د سوله ايز ګډ ژوند او تل پاتې امنيت د فضا په رامينځته كولو پسې دی
1062087