IQNA

د بودايانو له اسلام دښمنو اقداماتو سره د ميانمار د حكومت ملګرتيا

19:23 - July 25, 2012
د خبر لمبر: 2377597
سياسی او اجتماعی ډله: د ميانمار حكومت په خپل يو اسلام دښمنه اقدام كښې دولس اورپكی بودائی مليان له جېل څخه ازاد كړل.
د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د ختیځ او جنوب ختیځ د څانګې د رپوټ له مخې د ميانمار پوليسو تېره هفته دولس تنه هغه بودائی مليان چې د غوئی دمياشتې له وړومبيو ورځو څخه یې د ميانمار په مختلفو صوبو كښې د مسلمانانو د كورونواو مالونو په سوزولو لاس پورې كړے ؤ نيولی وو.
دميانمار عدالت په كېس باندې د غور لپاره له رسمی غونډو جوړولو نه مخكښې دغه قېدی مليان ازاد كړل او دا په داسې حال كښې دی چې د ميانمار د جزائرو د ائين نامې له مخې د داسې مجرمانو سزا له پينځونه ترلسو كالوپورې قېددے خو له بده مرغه مجرمان د حكم له جاری كېدو نه مخكښې ازاد شول.
1061908
captcha